پاکستان په خپله خاورې د امريکايی چارواکو پرته د اجازې راتګ بنديز ولګوه
که امریکائی مسئولان پاکستان ته دسفر نیّت لری ، نو باید په پیل کې داسلام اباد له حکومته اجازت واخلی څو دتائیدیدا په بڼه دپاکستان پر خاوره ګام کیږدی .
دپآکستان خارجه وزارت پرون مازدیګر د یوې اعلامیې په خپرولو سره دامریکا دولسمشر ډونالډ ټرمپ د وروست
یو دړکو او تورونو په ځواب کې له دغه هیواد سره د ډیپلوماسۍ داړیکو د سوئې دکمولو په اعلان سره همداراز دپاکستان له اجازت پرته دسپینې ماڼۍ د مسئولانو دسفرونو دمنع کولو خبر ورکړ .
د دغې اعلامیې په اساس که امریکائی مسئولان پاکستان ته دسفر نیّت لری ، نو باید په پیل کې داسلام اباد له حکومته اجازت واخلی څو دتائیدیدا په بڼه دپاکستان پر خاوره ګام کیږدی .
له دې مخکې اسلام اباد دپآکستان له اجازت پرته دامریکائی چارواکو د ورتلو د منع کولو په قانون سره دغه هیواد ته دامریکا دمرستیال خارجه وزیر د ورتلو مخه ونیوله .
ډونالډټرمپ په همداوروستیو کې پاکستان ترهه ګرو ته په پناه ورکولو تورن کړی او ګواښ ئې کړی ؤ چې اسلام اباد ته به خپلې مالی مرستې بندې کړی ، چې دا موضوع دپاکستانیو چارواکو له سختو غبرګونونو سره مخامخ شوه او له هماغه وخته داسې کومه ورځ نشته چې په پاکستان کې د محصیلینوپشمول درست خلک دامریکا د دړکو اوسرزورویو په ضد مظاهرې ونه کړی