پاکستان کې د امريکه پرضد احتجاجی لاريون, د امريکه بيرغ وسيځل شو
د امریکې ولسمشر ډونلډ ټرمپ په د وروستیو کښې د افغانستان لپاره د سپینې ماڼۍ د نوې سټراټیجۍ په اعلان کښې پاکستان د ترهګرۍ په ملاتړ او تکفیري ډلو ته په پناه ورکولو تورن کړی دی.
په اسلام آباد کښې زرهاو پاکستانیانو د خپل هیواد خلاف د امریکې په زور ویونکو او تیري ګرو سیاستونو باندې په اعتراض کښې مظاهرې وکړې.
مظاهرو کښې ګډونوالو د پاکستان خلاف د امریکې د نوي ولسمشر ډونلډ ټرمپ د څرګندونو په غندلو سره د واشنګټن له پراختیا غواړو سیاستونو خپل قهر او کرکه اعلان کړه.
قهریدلو مظاهره چیانو د امریکايي ضده شعارونو په ورکولو سره د دغه هیواد بیرغ وسوزوه او له ټرمپ څخه یې وغوښتل چې د پاکستان په کورنیو چارو کښې لاسوهنه نه کوي.
د ویلو ده چې د امریکې ولسمشر ډونلډ ټرمپ په د وروستیو کښې د افغانستان لپاره د سپینې ماڼۍ د نوې سټراټیجۍ په اعلان کښې پاکستان د ترهګرۍ په ملاتړ او تکفیري ډلو ته په پناه ورکولو تورن کړی دی.