پرته د يونيفورم جنګيدل, افغان هوايی ځواک په تيروتنه سره خپل لس فوځيان په نښه کړل
د هلمند والي وویل : د افغانستان پوځ په اشتباهي عملیاتو کې پرون د دغه ولایت په ګرشک سیمې بمباري وکړه چې پکې لس امنیتي عسکر مړ او نهه نور ژوبل شول .
حیات الله حیات زیاته کړه : دغه حمله هغه وخت وشوه چې د افغانستان پوځي عسکر په هلمند ولایت کې د ګرشک ولسوالۍ په یوه سیمه کې د طالبانو په تصفیوي عملیاتو لګیا وو.
افغان مقامات وایي چې په کومو عسکرو بمباري شوې هغوي یونیفورم نه درلود او په ساده جامو کې وو.
د دغه خبر نور جزییات نه دي راغلې.
هلمند د افغانستان یو ناامنه ولایت دی چې په دا وروستیو کې پکې پوځي عملیات زیات شوې دي.