پنجابيانو په ننګرهار يو شمير توغندی ورولي, پينځه کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې
د پاکستان له خاورې د افغانستان په ننګرهار ولایت باندې شویو توغندوي بریدونو مرګ ژوبله اړولې ده.
د ننګرهار د والي ویاند عطا اله خوګیاني نن وویل: په تیرو څلرویشت ساعتونو کښې پاکستاني پوځیانو د ننګرهار ولایت دنازیانو پر ولسوالۍ ۳۷توغندي راویشتلي چی له امله یې دوه کوچنیان وژل شوي او درې تنه نور ټپیان شوي دي.
د والي ویاند وویل اوسمهال دا بریدونه دریدلي دي.