په برطانيه کې د يوې ميرمن د سپي سره د واده اته کاله پوره شو
د انګلستان د یارک شائر سیمې درې څلویښت کلنې میرمنې مورګن کالا ګهن دخوبونو دشهزاده د نه ملاویدا په خاطر له سپی سره واده کړی دی .
د بریتانیا دغه ښځه اوس د روان میلادی کال دنوامبر دمیاشتې په شلمه نیټه له سپی سره د واده اتمه کلیزه لمانځی .
د انګلستان دغه ښځه خپل سپی ته کینګ یعنی دباچا نوم اخلی .
دانګلستان دغه میرمنې مورګن کالاګهن وویل ما له سپی سره د واده فیصله په 2009 میلادی کال کښې هغه وخت وکړه چې نو مو کومه نوکری او کار درلود او کور مو هم د سیلاب اوبو وړی وو خو له دې سره سره سپی په مشکلاتو کښې له ما سره وو او دومره وفادار هم سړی هم نشی کیدلای څومره چې سپی دی .
دانګلستان دغه میرمنې ته له سپی سره د واده سند هم ورکړل شوی خو دغه سند کوم قانونی حیثیت نلری .