په روسيه کې ښځې خاوند دېرش انسانان د وژلو روسته خوړلي
دروسیې یوه سړی او میرمنې دیرش کسان وژلی او بیا یې دهغوې غوښې خوړلی دی .
دغه سړی او میرمنې په خپل جرم اعتراف سره وویل دوې کابو دیرش(۳۰) کسان وژلی او بیا یې د هغوې غوښې خوړلی دی .
دغودوو(۲) کسانو دانسانانو له غوښو خوړلو وروسته دهغوې له هډوکو سره په عکسونو اخیستلو هم اعتراف کړی دی .
ددغه خونړی کار مهم کس پینځه دیرش(۳۵) کلن دیمیتری بکشی ده او اعتراف یې کړی دی چې مونږله ۱۹۹۹ میلادی کال راهسې انسانان وژنو او بیا دهغوې غوښې خورو .
هغه وویل ما او زما میرمنې په یخچال او فریزر سربیره په نورو لوښو کښې هم دانسانانو غوښې جمع کړی دی .
دنوموړی په یخچال کښې دانسانانو دغړیو اوه(۷) کڅوړې هم ملاو شوی دی چې پکښې منجمد شوی غوښې وې .
ددغه سړی میرمنه یوه (۱)نرسه ده او له هغه سره په جرم کښې شریکه ده .