په چين کې د افغانستان ،پاکستان او چین درې اړخیزه غونډه جوړیږی
د چین خارجه وزیر وانګ یی له خپل پاکستانی هم څنګ خواجه اصف سره په ګډ خبری کانفرنس کې وویل ټاکل شوی ده چین روان میلادی کال د افغانستان ، پاکستان او چین درې اړخیزه غونډه ترسره کړی . ده زیاته کړه د دریو هیوادونو د چارواکو لومړنۍ غونډه به ډیر ژر په بیجنګ کې ترسره شی .
په دغه غونډه کې د چین خارجه وزیر یو ځل بیا د پاکستان له دریځونو د خپل هیواد په بشپړه ملاتړ ټینګار وکړ .
وانګ یی وویل بیجنګ په بشپړه توګه له ترهه ګري سره په جنګ کې د پاکستان د هلو ځلو ملاتړ کړی او باور لری چی د نړۍ ځینو هیوادونو له ترهه ګرۍ سره په جنګ کې د پاکستان کړچار ته پام ندې کړې او په هغو یې سترګې پټې کړی دی .
هغه د پاکستان له هلو ځلو په دفاع سره وویل پاکستان له ترهه ګرۍ سره په جنګ کې ډیره سرشیندنه کړی ده او نړیواله ټولنه باید دغه هلې ځلې په رسمیت وپیژنی .
د چین خارجه وزیر ټینګار وکړ اسلام اباد او بیجنګ په سیمه ایزو او نړیوالو مسلو او زمینو کې د یوه بل په څنګ کې ولاړ دی او د یوه بل له دریځونو بشپړه ملاتړ کوی .