پښتانه نن په لومړي ځل د اقوام متحده په دفتر کې دننه ژړه فرياد وړاندې کوي
پښتانه نن په جنیوا کې اقوام متحده ته خپل ژړه فریاد وړاندې کوي.
د پښتون تحفظ مومنټ اروپا لخوا نن د ګل په ورځ د سویزرلینډ په جنیوا ښار کې د اقوام متحده د دفتر په وړاندې لاریون کيږي، چې دغه لاریون به تر درې ساعته دوام ولري.
د دغه لاریون روسته به پښتون تحفظ مومنټ اروپا یو مشر فضل رحمن افریدی د اقوام متحده په مرکزی دفتر کې دننه د نړۍ د ټولو هیوادونو د سفیرانو او انسانی حقونو د تنظیمونو په وړاندې د پښتنو مقدمه وړاندې کوي.
دا به ړومبۍ ځل وي چې پښتانه به خپل غږ نیغه په نیغه ملګرو ملتونو ته ورسوي.
دغه لاریون ته د اروپا د بیله بیلو هیوادونو څخه په زرګونو پښتانه د قافلو په شکل کې رسیدلي او هلته نن لویې لاریون ته چمتو دي.
راپور: دی پشتون اېکسپریس