پښتون تحفظ مومنټ اخر هم اقوام متحده ته خبره وړاندې کړه
د سویزرلینډ په جنیوا ښار کې د اقوام متحده د مرکزي دفتر مخې ته د پښتون تحفظ مومنټ لخوا راجوړ کړل شوې لویې لاریون پرون ماښام ناوخته پایې ته ورسیده.
په دغه لاریون کې د اروپا د یو شمیر ملکونو څخه پښتنو شرکت کړې وو.
دغه لاریون په وزیرستان کې د خړ کمر پیښې په تړائو راجوړ کړل شوې وو چې پکې د اقوام متحده څخه د دغې پیښې په اړه د پلټنو کولو غوښتنه وشوه.
په لاریون کې په پاکستان کې د پښتون تحفظ مومنټ د مشرانو په نیولو او تحریک ته یو شمیر ستونزو راجوړولو غندنه وشوه.
په لاریون کې په یو شمیر ژبو نعرې او شعارونه لیکل شوي وو.
د پښتون تحفظ مومنټ یو فعاله غړي دی پشتون ایکسپریس ته په خپله وینا کې و وئیل چې لاریون ته د اقوام متحده د مرکزي دفتر یو شمیر غړي راغلي وو.
د دغه فعال کارکن په وینا چې اقوام متحده به د جولائی د میاشتې په اخره کې په خپل ګلوبل کانفرنس کې د پښتون تحفظ مومنت په اړه خبرې کوي.