پښتو یواځې ژبه نه بلکه ژوند دی، کلتور دی/ایمل جدون

پښتو ژبه د پتيالو,ميړنو او انسان دوسته خلکو ژبه ده.
دا ژبه ددې منطقې د نورو ژبو نه ډيره بدله ده.
وئيل ,کول ,ليکل او لوستل يې خپله يو نيشنلزم دې
څوک چې په پښتو مئين وي هغه هرو مرو ملتپال او د قام مينوال هم وي
څوک چې ددې ژبې نه تير شي هغه پښتون نشي پاتې کيداۍ.
که يو غير پښتون يې هم زده کړي نو ددې کمالي ژبې دا کمال دې چې هغه ترې هم تيريدې نشي.
پښتو يوازې ژبه نه ده ژوند دې کلتور دې

که په هر بازار او کوڅه تير شې که سل ژبې نورې ليکلې وي خو چې يو تورې په پښتو ليک وي نو د توجو وړ ګرځي.
اغيار لګيا دي وايي پښتون نه روکيږي خو پښتو ترې روکه کړۍ پښتون به خپله روک شي.
ډيره موده مخکې د پښتونخوا په يو ښارګوټي جهانګري کې ګرځيدم
يو دکان مې اوليدو چې په پښتو يې پرې ليکلې وو ,د پښتون د رنګونو دکان,
هر کله چې به لاړم پدغه ليک به مې دا سترګې قرارې شوې او دغه دکان ته به خامخا کتل.
ولې چې د توجو وړ به اوګرځيدو
او دغه سوچ فکر مې د وړوکوالي نه په زړه کې پروت وو
چې د يو قام خپله ژبه وي پوهان لري ليکوالان لري نو بيا ولې د هندوستان ژبه
راباندې ليکي?
که د روس
د سايبيريا په غرونو کې يو يهودي کورنۍ خپله ژبه ژوندۍ ساتلې شي
نو شپيته مليونه پښتون په خپله خاوره ولې خپله ژبه ژوندۍ نشي ساتلې?

اړوندې ليکنې د ليکوال نورې ليکنې

تبصره وليکئ

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.