ډنمارک افغانستان ته خپل نور فوځيان ورلېږي
ډنمارک د دفاع د وزارت وايي، ټاکلې شوې ده ډنمارک پینځه پنځوس نور فوځیان افغانستان ته ولیږی.
د دغه شمېر ځواکونو په لېږلو سره به په افغانستان کښې د ډنمارکی فوځیانو شمېر یو سل دوه پنځوس تنو ته ورسی.
د نېټو عمومی سېکتر ینس سټولټنبرګ هم تېره هفته کابل ته په خپل سفر کښې وویل: په افغانستان کښې د نېټو غړی هېوادونه د فوځی شتون په زیاتولو سره په دغه هېواد کښې د سولې او امنیت له ټینګښت سره مرسته کوی.
په اوس حال کښې په افغانستان کښې د امریکې په مشرۍ دیارلس زره بهرنی فوځیان موجود دی.