کندوز کې د جهاد د لاسه يوه اوونۍ کې شپږ زره خلک د خپلو سيمو څخه بې ځايه شوي
د ملګرو ملتونو د بشري همغږۍ د ادارې د راپور له مخې، د اګسټ له ۲۸مې د سپټمبر تر درېيمې په چهادرې ولسوالۍ کې ۵۲۰۰ تنه له خپلو کورونو وتلو ته اړ شوي دي.
د دې ادارې د معلوماتو پر اساس، سږ کال په ټول افغانستان کې تر اوسه تر ۲۲۳ زره زیات افغانان په خپل هېواد کې دننه بېځایه شوي دي.
د ملګرو ملتونو د بشري همغږۍ اداره دا هم وايي چې تېره اوونۍ د دوی همکاران په پکتیکا ولایت کې پرې نهښودل شول چې د ۳۵۰ تنو بېځایه شویو حال واخلي او مرسته ورورسوي.