که پاکستان دترهګرو ډلو لاس واخلی افغانستان کې به جنګ پاې ته ورسيږي, جنرال دولت وزيری
افغانستان دفاع وزارت د پاکستان د پوځ د قومندان د څرګندونو په غبرګون کښې وویل: که اسلام آباد ترهګرو ډلو ته له پناه ورکولو او د هغوي له سنبالولو لاس واخلي نو په افغانستان کښې به جنګ ډیر زر پاې ته ورسیږي.
د افغانستان دفاع وزارت د پاکستان د پوځ د قومندان د څرګندونو په غبرګون کښې وویل: که اسلام آباد ترهګرو ډلو ته له پناه ورکولو او د هغوي له سنبالولو لاس واخلي نو په افغانستان کښې به جنګ ډیر زر پاې ته ورسیږي.
د افغانستان د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري د پاکستان د پوځ د قومندان جنرال قمر جاوید باجوا د وروستیو وڅرګندونو په غبرګون کښې همداشان ټینګار وکړ: افغانستان هیڅکله له پاکستانه نه دي غوښتي چې د افغانستان په خاوره کښې له ترهګرو سره وجنګیږي بلکې د کابل د حکومت چارواکي له اسلام آباده تمه لري چې د ترهګرو ډلو مرسته پریږدي او ورته پناه ورنه کړي.