لرګي مـي وسول او سابو مـې خوند ونکړو

هر هيواد او پۀ تـېره ګاونډي هيوادونه د يو بل پۀ ملک کـې څۀ نه څۀ سياسي , معاشي , معاشرتي او کلتوري ښېګړې لري او کوشش کوي چـې دغه ګټې د پياوړې سفارت کارۍ له ليارې خوندي وساتي خو کله چـې يو ملک د خپلو ښېګړو د خوندي ساتلو پۀ موخه د سفارت پر ځای د طاقت او ترهګرۍ ليار غوره کړي نو ګرده منطقه پۀ تود تنور واړوي لکه پاکستان چـې پۀ افغانستان کـې د خپلـې تګ ليارې له کبله پۀ افغانستان او ګرده نړۍ کـې اور لګولـې دی . پاکستان پۀ افغانستان کـې څۀ ښېګړې خوندي کول غواړي ? او څومره بريالـې شو ?
د پاکستان لوی خواهش دا وو چـې پۀ افغانستان کـې ځان ته يو تزويراتي ژورتيا ( اسـټرېټجک ډيپت ) پېدا کړي خو پۀ ناسمو ليارو ورغـې او خله يـې د خاورو ډکه شوه .
پاکستان فکر کوو چـې پۀ افغانستان کـې دومره سياسي او انتظامي بـې باوري جوړه کړي چـې افغان اولس پخپله پاکستان ته د حالاتو د قابو کولو خواست اوکړي او افغانستان د پاکستان پنـځمه صوبه وګرزي . د څۀ خلکو پۀ ککرۍ کـې لا د دې خوږې ټپې انګازې اوس هم شړنګيګي .
پاکستان کوشش اوکړو چـې پۀ کابل د خپلـې خوښې يو داسـې حکومت جوړ کړي چـې پۀ هر سنګر د پاکستان د خارجه تګليارې ملاتړ کوي , کۀ پاکستان هندوستان پۀ لوټه ولي نو چـې افغانستان پۀ لاس کـې غرګې نيولـې وي خو ناکام شو . او دا چـې د افغانستان له ليارې د وسطي ايشيا د تجارت کنجي يوازې د پاکستان پۀ لاس کـې وي . خو . . .
پاکستان غوښتل چـې افغانستان دې د پاکستاني مصنوعاتو بازار وي او کوم يو څيز چـې پۀ پاکستان کـې جوړيږي نو افغانستان دې هغه څيز د کوم بل هيواد نه نۀ اخلي . وزيراعظمې بينظير بهـټو پۀ ډاګه د دې خواهش اظهار کړې وو . د کراچۍ له ليارې د افغانستان پۀ تجارتي هلو ځلو کـې خنـډان ودرول د دغه پاليسـۍ برخه وه خو د چاه بهار بندر پۀ پاکستان سړې اوبۀ توی کړې .
د پاکستان خواهش وو او دی چـې د خپلـې خوښې پۀ افغان حکومت د ډېورنـډ ناولـې کرښه پۀ رسميت وپـېژني خو خپلو نازولو حکمتيار او .ملا محمد عمر ورته هم انکار اوکړو چـې دا د افغان قام تاريخي دريځ دی او افغان اولس بۀ دا فيصله کوي .
پۀ دې خواهشاتو او حسرتونو کـې يو څۀ جائز وو او د پياوړي سفارت کارۍ له ليارې پوره کـېدلـې شو خو افسوس چـې د پاکستان پۀ نظر کـې افغان يو کمزورې او د سفارتي او سياسي او تاريخي ادابو سره نا اشنا قام دی او کوتک بۀ ښې پائلـې راوړي خو پاکستان هر څۀ اوبائلل . د پښتو متل دی چـې ” لرګي مـي وسول او سابو مـې خوند اونکړو ”

لیک فهیم باچه

اړوندې ليکنې د ليکوال نورې ليکنې

تبصره وليکئ