الېکشن کمېشن د خېبر پښتونخوا اسمبلۍ غړې عبد المنعم نااهله ګرځولې

اليکشن کميشن د خيبرپښتونخوا اسمبلۍ غړې عبدالمنعم نااهله ګرځولې دي او خپله تفصيلي فيصله کښې وئيلي دي چې هغه دي ډي سيټ کړي شي او په حلقه کښې دي دوباره اليکشن اوکړې شي

عبدالمنعم د کال دوه زره ديارلسم عام ټول ټاکنو کښې د متحده قومي محاذ په ټکټ د پي کے اته اتيايم شانګلي نه د خيبرپښتونخوا اسمبلۍ غړې منتخب شوي وو
عبدالمنعم د خيبرپښتونخوا وزيراعلي پرويز خټک د مشير په عهده فائز وو او د هغه خلاف د پي ټي آئي د صوبائي اسمبلۍ غړې شير عالم خان د نااهلۍ درخواست جمع کړي وو
اليکشن کميشن د شير عالم خان په درخواست د سرکاري محکمو نه تصديق ورستو عبدالمنعم نااهله ګرځولې دي او تفصيلي فيصله کښې ئې وئيلي دي چې هغه دې ډي سيټ کړې شي ، په ياده حلقه کښې دې دوباره اليکشن اوکړي شي
د دي ترڅنګ فيصله کښې دا هم وئيلي شويدي چې د عبدالمنعم خلاف دي د فوجدارۍ مقدمه اوچلولې شي

اړوندې ليکنې د ليکوال نورې ليکنې

تبصره وليکئ