په کورني ژوند کې د نېکمرغۍ احساس/ژباړه عطا محمد میاخېل

ېر کال مې له خپلې کورنۍ سره، د نوي کال د رخصتیو له پاره، یوه تفریحي ښار ته سفر وکړ، د خپل هستونګځي په هوټل کې له یوې خوشاله کورنۍ سره آشنا شولو، د کورنۍ له مور سره له کمو خبرو وروسته، دې ته مې پام شو، چې د هغوی کور دوې شپې مخکې په یوه اور لګېدنه کې په بشپړه توګه سوځېدلی دی او هغوی اړ دي، چې تر یوې مودې پورې په هوټل کې واوسېږي . د کورنۍ مور له دې چې د کورنۍ ټول غړي یې روغ دي، یوازې کور یې له منځته تللی دی، ډېره خوشاله او خوښي یې څرګندوله، د دې مېرمنې خبرې او ژوند ته یې مثبت لید، ناڅاپه زما په شونډو یې هم مسکا خپره کړه . د دې کورنۍ په لیدلو سره، دې پایلې ته ورسېدم، چې موږ ټول یوازې هغه مهال کولای شو، چې د رښتینې نېکمرغۍ احساس تر لاسه کړو، چې دا زده کړو، د هغو چارو په خاطر، چې زموږ په واک نه دي خواشیني نه شو او خپل ژوند ته دوام ورکړو، دغه راز که چېرې ژوند موږ ته د منفي لید له پاره دلیل را منځته کړي، موږ باید د مثبت لید په لټه کې واوسو. تل زموږ د ټولو په ژوند کې د خندا له پاره دلیل شتون لري . رښتیا دا دي، چې د ډېری کسانو د بد مرغۍ او خواشینۍ د احساس لامل دا دی، چې هغوی په هغه ځای کې د نېکمرغي لټوي، چې هېڅکله یې نه شي موندلای .

یو آرامه او له وېرې پرته ژوند :

ژوند سخت دی، خو تاسو ډېر سخت یاستئ، په ژوند کې له وېرو او اندېښنو سره مخامخ کېدل، تاسو لا پسې زړور کوي . تېروتنې او زر ځله ستاسو د زړه ماتېدل، تاسو لا زیات هوښیاروي . کله وخت باید چارې ناسمې پرمخ لاړې شي، ترڅو په پای کې خپل سم تګلوری پیدا کړي . کله وخت تاسو باید له بدو څخه تېر شئ، ترڅو ښو ته لاسرسی پیدا کړئ .

ټاکل شوې نه ده، چې د ژوند سفر دې آسانه وي، باید ارزښتمن وي . که چېرې له ستونزو څخه د تېښتې په لټه کې یاست، نو هېڅکله به وده ونه کړئ . دا چې په تېر کې مو څه ډول ماتې خوړلې دي، مهمه نه ده، بلکې مهمه داده، چې له دې وروسته سم تګلوری وټاکئ او پرې لاړشئ . بریا او د نېکمرغۍ احساس ته د رسېدو له پاره، باید له سختیو او ستونزو څخه تېر شئ، سخت شرایط ومنئ، له هغو څخه درس واخلئ او خپلې لارې ته دوام ورکړئ . کله وخت باید ځینې څیزونه هېر کړئ، که چېرې هېرول ستاسو د پرمختګ له پاره اړین وي، نو دا کار وکړئ .

تېر چې هېڅ شتون نه لري :

تاسو د بدلون په حال کې یئ او ستاسو شاوخوا نړۍ هم د بدلېدو په حال کې ده . که چېرې په تېر کې کوم څه ستاسو له پاره مثبت او ښه و، نو دا په دې مانا نه ده، چې اوس دې هم ښه وي . دا امر کولای شي، یو عادت، یوه بوختیا، یوه اړیکه او یا نور ډېر څیزونه واوسي. د تېر پرېښودل تل ستاسو د کمزورۍ په مانا نه ده، خو برعکس دا پرېښودل په ځینو مواردو کې د بدلون او بشپړتیا له پاره ستاسو ځواک دی . پرځای د دې چې تېرې ماتې ستاسو د هیلې او انګېزې د له منځه وړلو له پاره یو عنصر شي، له هغو څخه درس واخلئ او د غوره راتلونکې د جوړولو له پاره له هغو څخه ګټه پورته کړئ . تر شاه مو تړلو دروازو ته مه ځیر کېږئ، په بدل کې یې هغو دروازو ته پام وکړئ، کومې چې ستاسو په وړاندې شتون لري او مخ پر وړاندې حرکت وکړئ .

په هغې راتلونکې کې چې تراوسه نه ده را منځته شوې :

ډېری کسان د خپل وخت لویه برخه، د راتلونکې په تړاو، په خیالونو کې تېروي . په خپل ذهن کې له راتلونکې څخه یو خاص او ځانګړی حالت جوړوي، چې کولای شي په هغې کې، سترې بریاوې تر لاسه کړي . خو نباید هېر کړئ، چې په راتلونکې کې د بریا او نکېمرغي احساس له پاره اړین څیز په اوس کې هڅه کول دي . د راتلونکې په تړاو ناسته او د خیال په وزرونو الوتل، نه یوازې موږ د نېکمرغۍ احساس ته نه نیږدې کوي، بلکې راتلونکي فرصتونه هم را څخه اخلي . داسې وخت را رسېږي، چې موږ هریو د خپل ژوند پای ته رسېدلي یو، د تېر په اړه فکر کوو او ګورو چې د راتلونکې په تړاو مو خپل ټول وخت په خیال بافیو تېر کړی دی، پرته له دې چې رښتینی ژوند مو کړی وي .

ګاندي وایي : راتلونکې په هغه څه پورې تړاو لري، کوم چې نن یې ترسره کوو . دا جمله واقعیت ده، تېر وختونه د بېرته را ګرځېدو وړ نه دي او نه د راتلونکې له پاره تضمین شتون لري، نو باید په اوس کې ژوند وکړو . دقیقې او ساعتونه د تېرېدو په حال کې دي . تېر د ډېرښت او راتلونکې د کمښت په حال کې ده . فرصتونه کم او افسوسونه ډېرېږي، نو له دې څخه ډېر په تمه مه پاتې کېږئ او په اوس کې ژوند وکړئ .

د ښو څیزونو په غوښتنه کې له بریده تېری :  

موږ ټول پوهېږو، چې په هر کار کې افراط ناوړه دی . دا قاعده د مثبتو چارو په اړه هم رښتینې ده . له کچې زیات خوراک تاسو چاغوي . له بریده زیات لګښت تاسو له بېوزلی سره مخ کوي . له بریده زیات کارکول، تاسو له خپلې کورنۍ څخه لرې کوي . له بریده ډېره تفریح تاسو د مهمو کارونو له کولو څخه را ګرځوي . تل منځلاري واوسئ . د نېکمرغۍ احساس هغه مهال را منځته کېږي، چې وکولای شئ د ژوند ټولو اړتیاوو ته په متوازنه توګه ځواب ووایئ . تل یوه کُلي قاعده په یاد ولرئ : په اوږده موده کې د نېکمرغۍ احساس هېڅکله د ژوند په یوه برخه کې نه موندل کېږي، بلکې د ژوند د بېلابېلو برخو ترکیب دی، چې د نېکمرغۍ احساس جوړوي .

هڅه وکړئ :

تر ټولو غوره کار، چې کولای شئ د خپلې نېکمرغۍ د احساس له پاره یې ترسره کړئ دا ده، چې (کاشکې داسې شوي وای) جمله له خپل ذهن څخه بهر کړئ او پرځای یې د (زه کولای شم ) جمله ځای پرځای کړئ . ژوند به تاسو باندې غالب نه شي، مګر دا چې تاسو خپله اجازه ورکړئ . د ژوند په اوږدو کې تل د نېکمرغۍ احساس هغه مهال را منځته کېږي، چې ستاسو چمتووالی او فرصتونه یو بل سره مخامخ شي . له فرصتونو سره د مخامخ کېدو له پاره ځان چمتو کړئ .

غوښتنه بسنه نه کوي ! باید هڅه وکړئ، حتا که په اوس کې ستاسو شرایط داسې دي، چې نه شئ کولای ډېر وخت مصرف کړئ، ستونزه نه شته، همدا کم وخت هم مه درېغوئ . حتا کمه هڅه کول هم له نه هڅه کولو څخه غوره ده .

نېکمرغي په مادیاتو که نه ده :

تاسو که هرڅومره پیسې ولرئ او هرڅومره خرید وکړئ، بیا هم د نېکمرغۍ د احساس له پاره به کافي نه وي ! مادیات هېڅکله د هېچا د نېکمرغه کولو له پاره کافي نه دي . سمه ده، چې پیسې د ژوند د اړتیاوو برخه دي، خو واقعیت دا دی، چې په نېکمرغۍ کې ډېری اغېزمنې چارې د پیسو په وسیله د لاسته راوړلو وړ نه دي ! رښتیني شتمن هغه کسان نه دي، چې په خپل بانکي حساب کې ډېرې زیاتې پیسې لري، په ژوند کې رښتینې شتمني له ښو دوستانو او ښې کورنۍ څخه پرته بل څه نه دي . په ژوند کې کوچني څیزونه دي چې موږ خوشالوي او موږ ته د نېکمرغه اوسېدلو احساس را بښي . خپل ذهن د مادیاتو له هیلې څخه تش کړئ، ترڅو د هوساینې او آرامتیا احساس وکړئ . ډېر څیزونه، چې ستاسو په اند هغو ته اړتیا لرئ، اصلاً ستاسو له پاره اړین نه دي، بلکې یوازې ستاسو غوښتنې دي او د هغو نه شتون ستاسو له پاره کومه ستونزه نه را منځته کوي . هر څومره چې ستاسو مادي غوښتنې او هیلې را کمې شي، په هماغه اندازه مو خوښي او خوشالي ډېرېږي .

د هغو کسانو د خوشاله کولو له پاره هڅې، چې مهم نه دي :

خپل ذاتي کرامت وساتئ او تل له خپل ځان سره رښتیني واوسئ . نورو ته اجازه مه ورکوئ، چې ستاسو شخصیت او راتلونکې وټاکي، تاسو باید خپله د ځان له پاره تصمیم ونیسئ . تل زموږ په ژوند کې داسې کسان شته، چې زموږ ځینې کارونه نه تاییدوي . ستاسو ظاهر، ستاسو د چلند ډول، ستاسو د ژوند سبک، ستاسو زده کړنیزه څانګه او نور… دا چارې ښایي د ځینو په نظر ښې او د ځینو په نظر بدې ښکاره شي، خو واقعیت دا دی، چې ډېری دا نظرونه هېڅ ارزښت نه لري، تر ډېره دغه نظرونه ستاسو په ژوند کې اغېز نه لري، مګر دا چې تاسو خپله وغواړئ هغو ته پام وکړئ . هرڅه تاسو پورې تړاو لري . تاسو باید هغه څه ترسره کړئ، کوم چې په خپل نظر مو سم دي، خو پام موي، ټول هغه کسان چې زموږ په ژوند کې ښکېل کېږي، د مشورې له پاره ښه ټاکنه نه ده، تاسو نه شئ کولای، چې تل ټول خوښ وساتئ، نو باید د خپلو شاوخوا خلکو نظرونو ته لومړیتوب ورکړئ او هغوی د ارزښت په نسبت یې بررسي کړئ .

د نورو د ګرم ګڼلو له پاره هڅې :  

زیګمونډ فرویډ وایي : ډېری انسانان د آزادۍ په لټه کې نه دي، ځکه چې آزادي مسوؤلیت لري او ډېری انسانان له مسوؤلیت څخه وېرېږي . تاسو هڅه وکړئ، چې دا ډول ونه اوسئ . کله چې تاسو د خپلو تېروتنو له پاره، پرته له ځانه د نورو د ګرم ګڼلو په لټه کې یاستئ، په حقیقت کې د ځان په تړاو د مسوؤلیتونو د له منځه وړلو په حال کې یئ . په رښتیني ژوند کې نېکمرغۍ او بریا ته د رسېدو لار د مسوؤلیتونو منل دي . ډېری خلک داسې عادت شوي، چې د کورني ژوند د ناکامیو له پاره ښوونکی، دوستان، دولت او نور ډېر لاملونه ګرم وګڼي، خو هېڅکله خپلو کړنو ته پام نه کوي، ګویا چې هېڅکله یې هېڅ تېروتنه نه ده کړې ! دا نا سم انځور دی، ځکه چې موږ په خپله ټولنه کې ډېری کسان وینو چې د ژوند شرایط یې زموږ په پرتله ډېر نا مناسب دي، خو د پام وړ بریاوې یې ترلاسه کړې دي . ولې ؟ ځکه دا ډول یې اراده کړې ده او د خپلو کړنو مسوؤلیت یې منلی دی .

اړوندې ليکنې د ليکوال نورې ليکنې

تبصره وليکئ