خېبرپښتونخوا،قبائلى علاقو او بلوچستان کښې د پوليو درې ورځنے مهم د ګل په ورځ شروع کيږي

خېبرپښتونخوا،قبائلى علاقو اوبلوچستان کښې د پوليو مخ نيوى درې ورځنې مهم د ګل د ورځې نه شورو کيدونکې دے چې پکښې خواؤشا شپږ اويا لاکهـ ماشومانو ته پوليورنځ نه د بچ کيدو څاڅکى ورکولے شى

سرکارى خبرى ادارو د خېبرپښتونخوا د صحت محکمې چارواکو په حواله وئيلى دى چې خېبرپښتونخوا او قبائلى سيمو کښې پوليو مخ نيوى مهم لپاره ټولې تيارۍ مکمل دى
د چارواکو وينا ترمخه دې مهم دوران به شپږ شپيته لکهـ ماشومانو ته د پوليو رنځ نه د بچ کيدو څاڅکى ورکولى شى
دغه شان د بلوچستان په نولس ضلعو کښې هم دا مهم د ګل په ورځ شورو کيدونکې دے چې پکښې د لس لکو نه سيوا ماشومانو ته پوليو څاڅکى ورکولى شى
ماشومانو ته پوليو ويکسين ورکولو په غرض په ريلوے سټيشنو،د بسونو په اډو او نورو ځايونو کښې هم انتظامات شوى دى
دغه رنګ د پوليو ټيمونورضاکارو د حفاظت لپاره د سيکيورټۍ انتظامات هم پورته کړى شوى دى

اړوندې ليکنې د ليکوال نورې ليکنې

تبصره وليکئ