دير کې د غيرت په نوم پيغله وژل شوې ده

 د عوامي نيشنل پارټۍ غړي ملک سلمان شهزاده دی میډیا ته وئيلي چې د عديله بي بي قاتلان دی نيول شي, عديله بي بي د مينې کولو په جرم څه موده مخکې وژل شوې ده خو تروسه يې قاتلان نيول شوي نه ده.

ملک سلمان شهزاده د عديله بي بي په اړه وايي پېښور کې يې د يو هلک سره مينه درلوده, د هغې په سبب به هر وخت په کور کې زورېده, او تشدد به پرې کيده, روسته عديله بي بي دې ته اړه شوه چې د کوره ولاړه شي, په شلم نومبر عديله بي بي د کور څخه پېښور ته ولاړه او هلته يې هسټل کې ژوند کول پېل کړه, خو کور ولا يې وموندله او د څه مودې د پاره يې ورکه کړه او روسته يې د غيرت په نوم و وژله.

ملک سلمان شهزاده

ملک سلمان شهزاده وايي د عديله بي بي د وژلو روسته د پېښې څيړنې وشوې خو دوي ترې مطمئن نه دي. ملک شهزاده وايي د عديله بي بي د قتل په باب د ډي ائي جي ملاکنډ او د دير د جرګې د مشرانو مننه کوي چې د عديله بي بي د قتل تحقيقات يې يو ځل بيا د سره پېل کړه. او دې کې نيول شوي بې ګناه کسان به پرېښودل شي او په جرم ککړ اصل مجرمان به ونيول شي.

رپورټ: خبري اژانس

اړوندې ليکنې د ليکوال نورې ليکنې

تبصره وليکئ