په متحده عرب امارات کښ د ميشته پښتنو له خوا د مشال په یاد کې غونډه،غندنه، قاتلانو ته د سزا غوښتنه

په متحده عرب امارات کښ د ميشته پښتنو له خوا د عجمان په رايئل باربيکيوهوټل کښ د شهيد مشال خان په ياد کښ يوه درنه غونډه اوشوه ، د غونډي د نظامت چاري نظار يوسفزى صيب ترسره کړي ـ دتلاوت کلام پاک سعادت ممتاز سينا واخستو

ښاغلى شعيب خپلواک په خپلو خبرو کښ اوييل چي تاريخ به دا ليکى چي د پښتنو په خاوره په يوه تعليمى اداره کښ يو بي کناه انسان د مزهب په تور قتل شوي دي.

ښاغلى نظار يوسفزى په ډاګه کړه ، چي باوجود ددي چي په قامى اسمبلئ ؛ او په سينټ کښ د مشال خان د پاره د بښني دعاګاني اوشوي او د مشال د بي ګناهئ ټولي دنيا ته په ډاګه شوه ، خو ددي باوجود داسلام اباد په زړه کښ د عبدالعزيز برقعه ملا او زاهد حامد په شکل کښ ناست د وطن د ماشومان ذهنونو خرابيدو واله نن هم د مشال خلاف د خلقو په ذهنونو کښ غلط فهمي خرابوى ، مونږ په دغه لړ کښ د حکومتى چاواکو او عدليي نه غوښتنه کوو ،چي دغه خلق دي د مشال د کيس برخه جوړه شي او ددغي خلقو نه دي پلټني اوشى.

ښاغلى سعيد خان په سختو ټکو کښ د مشال خان د بي ګناه وژلو غندنه اوکړه او غوښتنه يي اوکړه ـ چي د مشال قاتلانو ته عبرت ناکه سزا ورکړلي شى.

ښاغلى ابوبکر أفندى زياته کړه مشال خان نه چي يو پښتون وو دغي وحشيانو زما بچي بي ګناه وژلي دي او ترڅو چي د هغه قاتلانو ته سزا ورنه کړلي شى دا تحريک به هم دغسى روان وي.

 ذرين زاده يوسفزى په خپلو خبرو کښ اوييل ،چي مشال خان د پاره جنګ به ډير په زغم او صبر کوو ، ولي کوم فکر چي مشال خان وژلي دي بنيادى توګه باندي دغه فکر د خپلي معاشري نه نه ختمول دى

انجينيئر احسان مهمند ويئل چي وطن کښ د يوي منصوبي لاندي د شدت پسندي يو سوچ د ماشومانو په زهنونو کښ پيدا کولي شى ، او دغه سوچ که يو خوا معاشرتى جوند د سنونزو سره مخ کوى نو بل خوا د حقيقى اسلام نه د خلقو زړه اړوى او په نړيوال کچ د اسلام غلط تاثر خوروى.

ښاغلى خالد حسرت صيب د دمشال قتل د ، امن ، حق او انسانيت قتل اوباله او زياته کړه چي پوهنتون د تعليم يافته طبقي زهنونو دا په ډاګه کړه ،چي پښتنو د بچو په زهن چي کومه ويره خوره شوي ده ترڅو چي د مشال قاتلان له مثالى سزا ورنه کړلي شى دغه ويره د پښتنو بچو له ذهنونو نه نه اوځى.

د اماراتو د عوامى نيشنل پارټي مشر ښاغلى عبدالله خان اويئل چي مشال خانه مونږه تاته ملامته يو او په اولس يي غږ او د احتجاج په توګه د پو منټ دپاره خاموشى اوکړى

مفتى زاکرالله صيب ډي په دليلونو سره د قرأن کريم د اياتونو سخه د مشال خان د قتل دا پيښه اوغندله او په هغه ملانو او د امت اخبار په مشر تابه نيوکي اوکړي او ذياته يي کړه دغه فسادى خلق د ماشومانو په ذهنونو کښ دا فساد او شدت له هوا ورکوى ، او تر دغه وحشت خوروى ، مفتى ذاکرالله صيب ډير په اخلاص د مشال خان د بښني دعاګاني اوکړي او دمشال خان کورني سره يي غمرازى ښکاره کړه ، په أخر ګښ ټولو ملګرو د ښاغلى انجينيئر احسان ستايئنه او مننه اوکړه ، چا چي د مسافري پدي ناوزګاره او ستړيا کښ د مشال خان په ياد کښ دداسي لوي کچ د ا دستوره او تعزيتى غونډه راجوړه کړي ؛ ملګرو د خيبر ټى وى ، د سماء ، ټى ،وى د سعيدالله ترکئ رڼا ميډيا پيج ، د پرنټ ميډيا ، او سوشل ميډيا د ټولو ملګرو مننه او ستاينه اوکړه .

اړوندې ليکنې د ليکوال نورې ليکنې

تبصره وليکئ