.مشال قتل کيس کې د اے اين پي د حمايت مايار او جماعت اسلامي نظر يو دی

د مردان په عبدالولي خان پوهنتون کې د ژورنلزم محصل مشال خان د قتل روسته د اولس لخواه د سياسي او مذهبي ګوندونو په يو شمير مشرانو نيوکې پېل شوي چې ګو که دوي د مشال په قتل کې لاس يا هم د مشال قاتلانو بچ کولو په حق کې دي.

د ټولو لومړې د عوامي نيشنل پارټۍ د مردان ضلع ناظم حمايت الله مايار چې د پارټۍ د کارکنانو د سختو نيوکو لاندې دی ښاغلي مايار د مشال د مرګ په لومړۍ ورځ په خپل پيسبوک ليکلي وو چې کارکنان دې د مشال قتل په اړه تر هغې څه نه وايي چې تر څو د پارټئ دريز ښکاره نه کړي.  خو ولې روسته بيا د مايار په نوم يو بيان خپور شو چې ويل يې هيڅکله به سپکوی برداشت نکړي خو دا وضاحت يې ونکړ چې ايا مشال سپکوی کړې هم وو يا نۀ? خو تروسه حمايت الله مايار د يو ضلعي ناظم په هيڅ هم د مشال قتل په اړه غلی دی چې په خاموشۍ يې سوالونه پورته کيږي.

د مشال خان د قتل روسته په سوشل ميډيا پيسبوک او وټس اپ ګروپونو کې د جمات اسلامي يو شمير کارکنانو لګيا دي پرپګنډه کوي تر څو مشال د سپکوي په تور ککړ ثابت کړي.

د جمات اسلامي د پښتونخوا مشر مشتاق احمد خان په خپل بيان کې د مشال د بې ګناه ثابتولو غندنه کړې, او د هغه په وژلو او د وژلو روسته د لاش توهين کولو يو رقم خوشالي څرګنده کړې, هغه پداسې حال کې چې يو ملک خپل قانون او دستور لري او هيڅوک حق نلري چې د قانون په شتون کې د تشدد څخه کار واخلي.

د مشال خان د قتل يوه اونۍ کېږي خو تروسه د اے اين پي د مشرانو, محمودخان اچکزئ او د عمران خان پرته د کومې مذهبي ګوند مشران د مشال خان کور ته نه دي ورغلي او نه يې د هغوي سره کومه غمرازي کړې.

وئيل کيږي چې د جمات اسلامي او نور مذهبي ګوندونو مشران په دې هسه کې دي چې د مشال خان په قتل کې ککړ قاتلان بچ کړي.

اړوندې ليکنې د ليکوال نورې ليکنې

تبصره وليکئ