سويډن ته يو شمېر راغلي تنکي ځوانان تن فروشي کوي

د جنسي زده‌کړو د مرکز د راپور پر بنسټ، هغه ځوانان چې سويډن ته راغلي دي ځان پلورلو ته يې مخه کړې ده. ليسا گرين چې د مالمو په ښار کې دانسانانو د قاچاق پر وړاندې د مبارزې مشره ده وايي: بدبختانه موږ پدې وروستيو کې ګورو چې يو شمېر هغه ځوانان چې پرته د ميندو او پلرونو څخه سويډن ته راغلي دي،ځان پلورلو ته مخه کړې ده. موږ دا هڅه کوو چې ددغه کار مخه ونيسو، ورځ تر بلې دا کار په هغه ځوانانو چې تنها دي مخ پر ډېرېدو دی.

دپوليسو د وينا مطابق ددغه ځوانانو څخه زياتره يې هغه افغانان دی چې د ايران څخه راغلي دي. پوليس زياتوی چې دا ځوانان دعوه کوي چې دوی څخه په لاره قاچاقبرانو هم جنسي گټه اخيستې ده. يو ځوان چې پدغه کار يې لاس پورې کړی دی وايي: نوموړی داکار ددې لپاره کوي چې خپلې کورنۍ چې په افغانستان کې اوسي روپۍ وليږي.

د يادونې وړ ده چې په ۲۰۱۵ ز کال کې نزدي ۱۶۵۰۰۰ کډوال سويډن ته راغلل چې زياتره يې تنکی ځوانان يې د هزاره توکم څخه وو چې عمرونه يې د ۱۳ څخه ۲۰ کلونو و.

اړوندې ليکنې د ليکوال نورې ليکنې

تبصره وليکئ